قيس احمد په لنکا پريمير لیګ کې حيرانوونکې لوبه وکړه


قيس احمد د سريلانکا په لنکا پريمير ليک کې حيرانوونکې لوبه وکړه او خپله لوبډله کولمبو کينګز يې بريا ته ورسوله.

په دغې لوبه کې قيس احمد ۲ لوبغاړی وسوځول او په توپ وهنه کې يې ۵۰ منډې جوړې کړې.

په توپ وهنه کې کولمبو کينګز لوبډلې ته په وروستيو دوه اورونو کې ۲۳ منډې پکار وې؛ خو قيس احمد نولسم اور په لومړيو پنځه توپونو په پاکستاني بالر انور علي څلور اوږدې شپږيزې ووهلې او لوبه يې وګټله.

 د لومړي ځل لپاره په توپ وهنه کې د پنځو شپږيزو او دوو څلوریزو په مټ يې په ۲۲توپونو باندې ۵۰*ناسوځيدلې چټکې منډې جوړې کړې.

هغه په خپلو څلورو اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه ليګ چې د نومبر په ۲۶مه پيل شوی، په کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۷ لوبغاړي هم برخه لري چې ټولې لوبې به يې د ډيسمبر تر ۱۶مې دوام وکړي.

  • 22 ليندۍ 1399